کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د برېښنا شرکت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د دغه ولایت د نغلوو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.
د شرکت د مسوولینو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغو فابریکو کې د برېښنا تولید ډېر شوی، چې په ټولو عامه شبکو کې وېشل شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د کابل ښاریان په تېره یوه اوونۍ کې د برېښنا د زیاتوالي له امله خوښ دي.
د پیغام پای/
Your Comment