کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مسوولینو نن یکشنبې د وري ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۲۳۱ تنه افغان کډوال چې د پاکستان له زندانونو خوشی شوي و په زور هېواد ته راستانه کړل شول.
خبرپاڼه زیاتوي،: د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدونو د رياست د معلوماتو له مخې دغه کډوال د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان او کډوالو عالي کمیشنر د خوراکي او غیرخوراکي توکو تر لاسه کولو په موخه ورپېژندل.
چارواکو زیاته کړې: له ۱۸ کلنۍ څخه کم عمره کسانو MPO موسسې ته ورپېژندل شوي، او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د اسلامي امارت له لوري وویشل شوې.
د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له لوی اختر وروسته به د افغان کډوالو د ایستلو دوهم بهیر پیل کړي.
د پیغام پای/
Your Comment