کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستو د کمیټې مسوولینو په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د جګړو له امله د پاتې شویو ماینونو د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
یوناما ټینګار کړی چې تر ۳۰۰۰ مربع کیلومتره زیاته ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده، خو په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۸۴ کیلومتره مربع ځمکه په ماینونو او ناچاودېدونکو توکو پېژندل شوې چې باید پاکه شي.
داپه داسې حال کې ده چې پرون د وري ۱۳ مه په غزني کې د ماين دچاودنې له امله ٩ تنه ماشومان ووژل شول.
یونیسف پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې افغانستان د نړۍ په کچه د چاودېدونکو توکو له پلوه یو له ککړو هېوادونو څخه دی.
د پیغام پای/
Your Comment