مجاهد: یوناما کولی شي د افغانستان او نړۍ د اړیکو ټینګوونکې و اوسي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وايي، افغانستان په اوس مهال کې له نړۍ سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما په دې برخه کې کېدای شي د اړیکو د ټینګښت لامل شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبې د کب ۲۶ مه په افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید په غبرګون کې و ویل: په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدل به هېواد په خیر وي ځکه افغانستان په اوس مهال کې له هېوادونو او ملګرو ملتونو سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما کولی شي په دې برخه کې د اړیکو ټینګوونکې شي.

مجاهد ټینګار کړی، د افغانانو هیله دا ده، چې یوناما د افغانستان ښه استازیتوب وکړي او له نړۍ سره افغانستان وصل کړي، د افغانستان پرمختګونه، لاسته راوړنې او امنیت او ثبات نړۍ او هغه هېوادونو ته چې اندیښمن دي منعکس کړي او عامو خلکو ته باور ورکړي.

د سرپرست دولت ویاند څرګنده کړه: یوناما باید له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له مخې خپلې دندې پر مخ یوسي او پاتې مسایل چې د تفاهم او خبرو له لارې حل کېږي، د افغانانو حق باید ورکړل شي او د افغانستان څوکۍ دې ورکړل شي. په ملګرو ملتونو کې باید افغانانو ته واک وسپارل شي، د دې هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې دې خلاصې شي، بندیزونه او غیر ضروري فشارونه او تورونه دې ونیول شي.

د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وویل: ځینې ناحل شوي مسایل چې حل کېدی شي او د حل لارې لري باید د سیاسي موخو لپاره ناوړه ګټه پورته نه کړي.

ښاغلي مجاهد وویل: د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او یوناما کولای شي په دې برخه کې ښه منځګړیتوب وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې د ملګروملتونو د امنیت شورا پرون په افغانستان کې د یوناما ماموریت د رایو په اکثریت سره د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .