مجاهد: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزمن نه وه

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) ماموریت په افغانستان کې اغېزمن نه وه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د کب ۱۴مه د ملګرو ملتونو د هغې غونډې په غبرګون کې چې ټاکل شوې د یوناما د کار د مودې د غځولو په اړه په روانه میاشت کې جوړه شي، وویل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) ماموریت د اړتیاوو په پرتله اغېزمن نه وه.

 هغه زیاته کړه: یوناما تل د افغانستان په اړه منفي راپورونه خپاره کړي او دا کار په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه د منفي ذهنیت د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

 د مجاهد په وینا، د دې پر ځای چې نړیوالو ته د افغانستان د وضعیت په اړه د قناعت وړ ځوابونه ورکړي، یوناما ناسم راپورونه ورکړي چې له امله یې د افغانستان په اړه منفي ذهنیت په نړیواله کچه خپور شوی دی.

 هغه ټینګار وکړ چې یوناما تل د افغانستان واقعیتونه له پامه غورځولي او یوازې د منفي نکاتو د روښانه کولو هڅه یې کړې ده. دې چلند نه یوازې افغانستان ته زیان رسولی، بلکې پخپله ملګرو ملتونو او یوناما ته هم زیان رسولی دی.

 د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې د یوناما ماموریت روانه میاشت پای ته رسیږي او ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې یوه غونډه وکړي چې د دغه ماموریت د غځولو یا نه غځولو پریکړه وکړي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .