د افغانستان سترې محکمې له اسلامي هېوادونو د فلسطین د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د سترې محکمې ریس په غزې تراډه کې د اسرائیلو د عاصب رژیم روان جنګي جنایتونه په کلکه وغندل او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل، چې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د سترې محکمې چارواکو نن (دوشنبې د لړم ۱۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې د یادې محکمې د رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم له قوله لیکلي: موږ له اسلامي نړۍ غواړو، چې غزه کې د صهیونیستانو د جنایاتو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم ویلي: له څه وخت راهیسې د فلسطین په مسلمانو او مظلومو خلکو د اسرائیلو د غاصب رزيم هوايي او ځمکني بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې یې زرګونه ښځې، ماشومان او نارینه په شهادت رسېدلي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي، روغتونونه، جوماتونه، کورنه یې نړېدلي او د صهیونیستانو د غاصب رژیم نظامیانو د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د غزې پر خلکو، ډوډۍ، اوبه، درمل، برېښنا او نور د ژوند اړیکې توکي بند کړي، چې له امله یې د غزې مسلمان او مظلوم خلک او ځینې نورې سیمې له سختو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي حقاني ویلي: موږ د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم دا جنایات په کلکو ټکو غندو، ځکه دا کاملآ یو وحشي او د بشري حقونو خلاف عمل دی.

د افغانستان د سرپرست دولت د سترې محکمې رییس له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د مظلومو او مسلمانو فلسطینیانو ملاتړ وکړي او په دغه لوی اللهي ازمویښت کې بې تفاوته پاتې نه شي او پر دې سربېرې نړیوالې محکمې باید د دغه جرایمو په اړه جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .