صهیونیست رژیم د فلسطین له مقاومت سره د افغانستان د سرپرست دولت د پرله پسې ملاتړ غچ واخیست

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶ مه غونډه کې د صهیونیستي رژیم استازي د افغانستان د سرپرست دولت پر ضد خبرې وکړې او د فلسطین له مقاومت څخه یې د کابل ملاتړ وغانده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په تېرو څو کلونو کې په تېره بیا د غزې په مظلومو او بې دفاع خلکو د صهیونیست رژیم د پوځیانو له وحشیانه بریدونو وروسته د افغانستان د سرپرست دولت د صهیونیست ضد دریځونه په ځلونو تکرار شوی دی.

د دغو غبرګونونو په وروستۍ برخه کې د اسلامي امارت د مشر هبت الله اخندزاده د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې راغلي دي: موږ یو ځل بیا په غزه او نورو فلسطینیانو ښځو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو پر وړاندې د اسرائیلي صهیونیستانو بریدونه او ظلمونه په کلکو ټکو غندو، او له نورو هېوادونو څخه غواړو چې د دغه ستر جنایت او وحشیانه ظلمونو د مخنیوي لپاره خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.»

څه موده مخکې د باختر خبري آژانس د سرپرست دولت رسمي ارګان په یوه مقاله کې له صهیونیست رژیم څخه د فلسطین خلکو ته د تاوان د ورکړې غوښتنه کړې وه او لیکلي یې وو: د اوربند له تصویب وروسته باید ژر تر ژره اوربند وشي، اسراییلي ځواکونه له غزې څخه ووځي او اسراییلیان اړ دي چې د غزې اوسېدونکو او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

د تېر کال تلې میاشت کې د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د غزې په بې دفاع خلکو د صهیونیستی رژیم بریدونه وغندل ویې ویل: د اسرائیلو بریدونه، د اوبو بندول او غزې ته د خوراکي توکو او درملو د داخلېدو مخنیوی، د غزې په تراډه کې د صهیونیستي رژیم د حملو نه مخنیوی لوی انساني وحشت دی.

په دې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره د فلسطین له مسئلې سره لاس او ګریوان شي او پر غزې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو مخه ونیسي.

د صهیونیست رژیم د نیواک او د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د جنایتونو په وړاندې د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ او د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت او چارواکو د بې شمېره څرګندونو په غبرګون کې، تل ابیب بالاخره د غچ اخیستنې اقدام وکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶ مه غونډه کې چې څو ورځې وړاندې جوړه شوې وه، د دغه رژیم استازي د وینا پر مهال د افغانستان سرپرست دولت په نښه کړ او د خپلې وینا په یوه برخه کې یې وویل: «له طالبانو... دوی په دې پوه شول چې د افغانستان د اوسنيو او راتلونکو نسلونو د بنسټیز مدني بنسټ د له منځه وړلو په موخه یې ناوړه اهداف پلي کړي دي، د رژیم نیت روښانه دی، د جنسیتي توپیر پیاوړې کول په کوم کې چې ښځې هېڅ حق نه لري او د عامه صحنې څخه لرې شوې.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: په دې غمجن حالت کې، نړیواله ټولنه باید عمل وکړي، که نه نو چوپتیا د ښکیلتیا معنی لري، موږ د افغانستان د ښځو او نجونو او په هر ځای کې د ښځو او نجونو پوروړي یو چې په دې اړه عمل وکړي.

د صهیونیستي جعلي رژیم استازي د افغان ښځو او نجونو له حقوقو څخه د دفاع ادعا کوي، په داسې حال کې چې هره ورځ په خپل هېواد کې په لسګونو فلسطیني ښځې او ماشومان په سنتي او غیر رواجي وسلو وژني، په دې کې هېڅ لیوالتیا نه لري او نه یې توجه کوي، هر ډول اخطارونه په حقیقت کې د صهیونیست رژیم دغه خبرې د افغانستان د دولت او چارواکو د صهیونیست ضد دریځونو د هواري او غچ اخیستنې لپاره یوه هڅه ګڼل کېږي، چې د بشري حقوقو له شورا څخه یې د کابل چارواکو ته د اعتراض غږ پورته کړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .