AP ۱۴۰۲ تله ۲۹ ۲۱:۰۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85265778
T T
۰ Persons
صهیونیستان چې خپل ورکه نېږدې وینې، د بې دفاع خلکو وژنې ته یې مخه کړې

کابل- ایرنا-  د شهید سید مصطفی کاظمي بنسټ چارواکو د غاصب صهیونیستي رژیم د بریدونو په محکومولو سره وايي، صهیونیستان چې خپل ورکه نېږدې وینې، د بې دفاع خلکو وژنې ته یې مخه کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د شهید سید مصطفی کاظمي بنسټ چارواکو نن(شنبې د تلې ۲۹ مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره د فلسطین پر بې دفاع خلکو د غاصب صهیونیستي رژيم بریدونه غندلي دي.

نن نړۍ یوه داسې صحنه د خپلو سترګو پر وړاندې ویني، چې هغې کې د اسرائیلو وینه څښوونکی رژیم د غزې د خلکو د نسل وژنې او عام قتل سیاست مخ ته وړي. زرګونه ښځې او ماشومان د امریکا په ټول ملاتړ د صهیونیست اشغالګرو په مخامخ بریدونو کې په خاورو او وینو کې لتاړ دي.

بیانیه کې زیاته شوې، د بشري حقونو تش په نوم مداعیان دغه ټول وژنه د اسرائیلو څخه دفاع یادوي او په مقابل کې  یې اسرائيلي وګړو ته د غم ګونډه وهلې، په څنګ کې  یې نیولي، ماتم ورسره کوي، چې دا د لوېدیځو هېوادونو دوه مخي او نفاق په ګوته کوي.

د غزنې په روغتون کې د ګڼ شمېر مظلومو او بې دفاع خلکو شهادت د ټولو مسلمانانو او نړۍ د خپلواکو زړونه له غمه او درد څخه ډک کړي دي، صهیونیستي رژیم په المعمداني روغتون د برید په کولو سره یو جنایت کړی، چې د غاصبو اسرائیلو د ورکې پروسه ګړندۍ کوي، او اسلامي امت یې د درنده صفته صهیونیستانو څخه د انتقام پر وړاندې همغږي کړدی دی.

د شهید سید مصطفی کاظمي بنسټ چارواکو ویلي، صهیونیستي دښمنانو د جګړې په ډګر خپله ماتې او ورکېدل نېږدې ویني نو ځکه یې د بې دفاع خلکو ټول وژنې ته مخه کړې تر څو د ماتې څه فشار پر ځان راکم کړي، خو د غزې د هر ماشوم شهید د وینې څاڅکۍ به د فلسطین پر ځمکه د مبارزانو کړنلاره چې په مېړانه د اشغالګرو پر وړاندې جګړه کوي لا پیاوړې کړي.

اسلامي امت، اسلامي او عربي هېوادونه مسوولیت لري چې په خپل ټول توان سره د مقاومت د جنګیالیو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې د اسرائيلو د جنایت پر وړاندې د هر مسلمان بې پروايي او چوپتیا به د غزې د بې دفاع خلکو له وژنې سره همغږي او رضایت وي.

د شهید کاظمي بنسټ د صهیونیستانو له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې د محکومیت تر څنګ د نړۍ له ټولو مسلمانانو غواړي، چې د غزې د خلکو د مظلومانه غږ او د قدس شريف خپلواکۍ کې برخه واخلي او اجازه ورنه کړي، چې اسرائيل تر دې زیات نسل وژنې او مسلمان وژنې ته دوام ورکړي، د الهي ژمنې سره سم بریا د فلسطین د مقاومت ځواکونو ده او د اسرائیلو د رژيم نقشه به د نړۍ له نقشې څخه پاکه کړل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .