کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور لخوا د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د صنعتي پارک د جوړولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن یکشنبه د وری ۱۷مه، په کابل کې د هېواد له ملي او نړیوال سوداګر خلیل ځدران، د پلچرخي د صنعتي پارک د صنعت کارانو اتحادیې له رییس عبدالجبار صافي او ملي سوداګر بختاور کوچي سره لیدنه ترسره کړه.

دغه کسانو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون ډالرو په پانګونې او د زر جریبه ځمکې په مساحت سره د یوه خصوصي صنعتي پارک د جوړښت په اړه خپل پلان او د هر چا د پانګونې کچه ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغه صنعتي پارک په جوړیدو او فعالیدو سره به سل ګونو صنعت کارانو ته د فعالیت او زرګونو تنو نورو ته د کار زمینه برابره شي.

همداراز عزیزي د دغه پانګوالو له پروګرام څخه د هرکلي په ترڅ کې له هغوی وغوښتل چې د دغه صنعتي پارک طرحه او پروپوزل د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړي تر څو تخنیکي ټیم پرې کار وکړي.

د پیغام پای/