AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰ ۲۲:۰۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85592959
T T
۰ Persons

Tags

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتکارانو د ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په هېواد کې د صنعتکارانو د هر ډول ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن سه‌شنبه د وږی په ۲۰ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت مرستیال مولوی احمدالله زاهد او مولوي صدراعظم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ معین د کابل ولایت د پلچرخي په صنعتي پارک کې له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه.

 په دې ناسته کې صنعتکارانو خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړې.

 مولوي احمدالله زاهد او مولوي صدراعظم د صنعتکارانو د کار ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې صنعت د هېواد د اقتصادي ودې او هوساینې اصلي عامل دی.

 دغه پلاوي صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعتکارانو هر ډول ستونزو ته د حل په موخه پاملرنه کړې او په راتلونکي کې به هم د ان شاءالله پاملرنه ورته وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .