په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
په دې غونډه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یې د روان ۱۴۰۴مالي کال په بودیجه کې د نیولو پرېکړه وشوه.
همداراز په دغه غونډه کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند جوړولو، له کابل ولایت څخه تر جلال اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو او په جلال اباد ښار کې د شیخ مصري سبسټېشن د چارو بشپړولو پر موضوعاتو هم بحث وشو.
په دغه غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي مزي د پاتې چارو، د بت خاک نوي سبسټېشن جوړولو، د چمتلي سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو له پاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم بحث وشو.
له بحث وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو پروژو له پاره د ځمکې د تصفیې او استملاک پاتې ۲۰سلنه چارې بشپړې او مالیه وزارت دې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یادو پروژو له پاره د ځمکې استملاک ته بودیجه ځانګړې کړي.
د غونډې په پای کې له خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه تایید شوه.
د پیغام پای/
Your Comment