په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سه شنبه د کب ۲۸ مه وویل: د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت په واک کې ده او له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته کوم ګواښ او خطر نشته؛ له همدې امله، د دې په اړه اندیښنه ته اړتیا نشته.
فطرت ټینګار کړی چې اسلامي امارت تل له خپلو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه له شمالي ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا خبره یې څو ځله په عمل کې ثابته کړې ده.
د ایرنا د راپور له مخې، دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په ګډه خبري غونډه کې د منځنۍ اسیا پر امنیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسکو له افغانستان څخه دغه هیواد ته د ګواښونو او ننګونو په اړه، خبر دی.
د پیغام پای/