په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه د کب په ۲۱ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل.
دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې څرگند کړ، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د لسیزو جگړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځ ته کول، سراسري امنیت ټینگېدل د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او دا یې د بهرنۍ پانگونې په ځانگړې توگه د عمان د سلطنت او عماني سوداگرو لپاره د پانگونې ښه فرصت وباله.
هغه عماني لوري مننه وکړه، چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې ده، چې په دې لړ کې افغانانو ته د عمان د کار د ویزو
په دې کتنه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: عمان له پخوا راهیسې د افغانستان د هوساینې او پرمختګ په برخه کې مثبت دریځ خپل کړی اوورکړه، عمان ته د افغان توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو رامنځ ته کول یې د لومړیتوبونو په توگه یاد کړل چي گډ کار به ورباندي کوي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته ښه راغلاست ووایه، او زیاته یې کړه، چې عمان له پخوا د افغانستان د هوساینې او پرمختگ په برخه کې مثبت دریځ خپل کړی دی او غواړي له افغانستان سره، سیاسي، اقتصادي او سوداگریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
همداراز د عمان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ په گڼو کچو ناستې دوام وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو مسلسلې خبرې او عملي کار وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي د روانې اونۍ په سر کې د یو پلاوی په مشرۍ عمان ته لاړ.
د پیغام پای/