په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د مالیې او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت نن پنجشنبه د کب په ۱۶ مه په کابل کې د جاپان د سفارت له شارژدافیر میکیو ایزاوا سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د مالیې او ادارې مرستیال د روغتیا په برخه کې د جاپان د دوامدارو همکاریو د قدردانۍ تر څنګ، د روغتیا سکتور د پیاوړتیا په موخه له دغه هېواد سره د همکاریو د دوام او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د جاپان سفارت شارژدافیر د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد له دوه اړخیزو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
د ایرنا د راپور له مخې، جاپان په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۰۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د پیغام پای/