د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی انقلاب ستر رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنهای نن چهارشنبه د سلواغه د میاشتې په ۲۴مه نیټه د یو ساعت لپاره د ۱۴۰۳ اقتدار نندارتون څخه چې د ایران د دفاعی صنعت د ساینس پوهانو او متخصصینو وروستۍ لاسته راوړنې او وړتیاوې پکې شاملې وې، لیدنه وکړه.
په دغه نندارتون کې د هوايي دفاع د سیستم، بالستیک او کروز توغندیو، هوښیار مهماتو، فضایي، بې پیلوټه الوتکې او د هوا، سمندري او انرژۍ په برخو کې پرمختللې تجهیزات او نوې تکنالوژي نندارې ته وړاندې شوه.
هغه د ساینس پوهانو، چارواکو او د دفاعي صنعت د متخصصینو په شرکت کې له نندارتون څخه د لیدنې وروسته، د حضرت بقیه الله الاعظم(ع) د زوکړې د ورځې مبارکي وویله او د شعبان نیمایي په حقیقت کې یو نړیوال او انساني اختر وباله او زیاته یې کړه: د عدالت زیری، د عدالت د تامين هيله او د نجات ورکوونکي ظهور د تاريخ په اوږدو کې د انسانانو ابدي ارمان دی او بې له شکه دا ارمان به پوره کېږي.
هغه د سلواغه دمیاشتې ۲۲ نیټه د ایران د ملت ستر او تاریخي اختر وباله او د دغه بدلون د ورځې په مناسبت یې مبارکي وویله او زیاته یې کړه: په هیڅ انقلاب کې هیڅ مثال نشته چې له ۴۶ کالو وروسته ملت سړکونو ته راووځي او د خپل انقلاب کلیزه ولمانځي.
د انقلاب معظم رهبر په سړه او ګرم موسم کې د ملت د ټولو طبقو، نارینه او ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو شتون یو ملی او ولسی پاڅون وباله او ویې ویل: د دغه کال مراسم د انقلاب د کلیزې یو له مهمو او مهمو مراسمو څخه وو.
جلالتماب ولسمشر د خلقو د زړۀ خبرو او هغه څه چې پکار دي، بيان کړل
د انقلاب معظم رهبر د سلواغه د ٢٢مې په مراسمو کې د ولسمشر څرګندې او د لارې ماتونکې خبرې د ملت د ستر لاریون تکميل وبللې او زياته يې کړه: جلالتماب ولسمشر د خلقو د زړۀ او هغه څه چې پکار دي، بيان کړل.
آیت الله العظمی خامنهای د انقلاب د خاوندانو یعنی «د ایران ملت» او د سلواغه ۲۲مه د اتل یعنی امام خمینی (ره) په خلاف د دښمن د تبلیغاتی بمباریو او نه ستړی کیدونکی نرم جنګ په یادولو سره وویل: په دغه شان حالاتو کې ملت په وخت او فرصت سره په ټولو ښارونو او کلیو کې سرکونو ته راووتل او خپلې خبرې یې څرګندې کړې.
زه د ګرانو ځوانانو سره ژوره مینه لرم
هغه د سلواغه ٢٢مه په ملي لاریون کې د ځوانانو له شتون څخه د مننې په ترڅ کې وويل: زه له ګرانو ځوانانو سره ژوره مینه لرم او هيله مند یم، چې د خدای په فضل د دې ملت رحمتونه نور هم پراخ شي او د دې هوښيار، زړور او پوه ملت ښې راتلونکې په تمه وي.
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د خپلو خبرو په دوام کې هغه نندارتون چې له دغې غونډې مخکې یې لیدلی وو، ترټولو غوره نندارتون وباله او د هر ساینس پوه، متخصص او د دفاعی صنعت د کارکونکو له هلوځلو یې قدردانی وکړه او زیاته یې کړه: ملت هم باید له دغو تکړه هیواد بچیانو مننه وکړی.
هغه د ملت دفاع او د هیواد امنیت ډیر مهم وباله او ویې ویل: د ایران دفاعي ځواک نن سبا ښه معلوم دی، د انقلاب دوستان پرې ویاړي او دښمنان ترې ویریږي او دا حقیقت د یوه هیواد لپاره مهم دی.
آیت الله العظمی خامنهای هغه وخت ته په اشارې سره چې نړیوالو غاصبینو په ایران باندې د هیواد د اړتیا وړ دفاعی تجهیزات حتی په څو چنده بیه نه خرڅول، وویل: اوس هماغه غاصبان ایران ته وایی چې پوځی تجهیزات مه خرڅوی او د «موږ نه خرڅوو» او «مه پلورئ» تر منځ یوه لویه تشه موجوده ده چې د پوهانو او روزل شویو ځوانانو په هلو ځلو ډکه شوې ده.
هغه ددښمنانو د پرله پسې بندیزونو په پام کې نیولو سره د دفاع مهم پرمختګونه فوق العاده وبلل او ویې ویل: د ایران د دفاعی صنعت شرایط داسې دی چې مونږ ته هیڅ برخه نه راکوی بلکې ځوانان په داخل کې د هغه غوره تولیدوی.
پرمختګونه باید په ټولو نظامي برخو کې دوام ومومي
د ایران د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: په دفاعي صنعت کې پرمختګونو په نړۍ کې زموږ د دفاعي ځواک رتبه لوړه کړې ده، خو دا په دې معنا نه ده چې له اوسنیو حالاتو څخه د درېدو او راضي کېږو؛ ځکه چې موږ له صفر څخه پیل کړی او له ډېرو هڅو او لاسته راوړنو سره سره بیا هم په ډېرو مواردو کې له لومړۍ کرښې لرې یو.
هغه د پوځ د لومړیو کرښو لاسته راوړنې د قرآن کریم له حکم «و اعدوا لهم مااستطعتم من قوه» یعنی د دښمن په وړاندې د اعظمی او پرله پسې چمتووالی او له بدمرغیو څخه د هیواد د دفاع اړتیا وبلله او زیاته یې کړه: په ټولو پوځی برخو کې باید پرمختګونه دوام ولری.
د مثال په توګه، که موږ په یوه دوره کې د توغندیو لپاره د دقیقیت کچه ټاکلې وه، او نن ورځ موږ اړتیا لرو چې هغه زیات کړو، دا باید ترسره شي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په نوښت باندې تمرکز او په ګډو میکانیزمونو کې نه درېدل د دفاعي صنایعو د پرمختګ لپاره یوه بله اړتیا وبلله او ویې ویل: نوښت او اختراع پای نه لري. البته، نوښت د نورو د کار د بشپړولو په معنی نه دی، مګر یو څوک باید د ناپام شوي کار په لټه کې وي او په طبیعت کې ناڅرګند امکانات پسی روان شي، لکه څنګه چې د بریښنا، انټرنیټ او مصنوعي زیرکتیا په کشف سره نړۍ ته د ساینس نوې کړکۍ پرانستل شوې.
ریښتینی پرمختګ په نوښت او د ځوانو، دیني، انقلابي او علمي ځواکونو په استخدام پورې اړه لري
هغه په نوښتونو او د ځوانو، دیني، انقلابي، پوهو، با استعداده قوتونو څخه په استفادې د پرمختګ اصلی تکیه وګڼله او ویې ویل: ایمان انسان ته قوت ورکوي او په مستقیمه لاره یې ساتي او انقلابي کیدل په هغه ستر سیاسي او ټولنیز بدلون باندې باور کول دي چې د اسلامي انقلاب په برکت په هیواد کې رامنځته شوي دي.
آیت الله العظمی خامنهای په یوه بل سپارښتنه کې د وسله والو ځواکونو پوهنتونونو او تحقیقی مرکزونو ته امر وکړ چې د هیواد د دفاعی ضرورتونو د پوره کولو لپاره تحقیق وکړی او زیاته یې کړه: په ځینو پوهنتونونو کې د استادانو هڅه دا ده چې مقالې ولیکی او خپاره کړی او هغه څه ته چې په هیواد کې د مضمون ضرورتونه پوره کوی پام نه کوی نو د وسله والو ځواکونو په تحقیقاتی مرکزونو کې له دغه آفت څخه ځان وساتئ. د انقلاب معظم رهبر په اخر کې د فکر، نوښت او د تحقیق او جوړونې توان د الهي نعمتونو په مینځ کې د زړۀ، ژبې او عملي قدر وړ وباله.
د دغه کتنې په پیل کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او دفاع وزیر د سلواغه په ۲۲ مه نیټه کې د ایران د ولس په زړه پورې شتون د هیواد د دفاعی ډګر د کارپوهانو او ساینس پوهانو د ځواکمنتیا سرچینه وبلله.
په دې مراسمو کې ستر جنرال عزيز نصیرزاده د بېلابېلو پرمختللو او حيرانوونکو وسلو د څېړنې، ډيزاين او توليد بهير ته په اشاره سره، د دفاعي صنايعو د ملکي لاسته راوړنو، د دفاعي تکنالوژۍ د پارکونو د جوړولو او همدارنګه له نورو صنعتونو سره د غوره ټکنالوژۍ په برخه کې د هېواد د دفاعي صنعت د علمي همکاريو په اړه راپور وړاندې کړ.
د پیغام پای/