کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغه هیواد د دفاعي صنعت له پوهانو، چارواکو او متخصصینو سره په کتنه کې د دفاعي پرمختګونو د نوښت په دوام باندې په ټینګار سره، د روان کال د بهمن/سلواغه ٢٢مه د ولسي لاریون او ستر ملي غورځنګ د دښمن تر رسنيزو بمباريو لاندې يو ولسي پاڅون او ستر ملي حرکت وباله او له خلکو يې د زړه له تله مننه وکړه او وویل: ملت خپل یووالی وښود او د دښمن د پرله پسې ګواښونو په وړاندې یې د ایرانیانو هویت، شخصیت، ځواک او استقامت وښود.