کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر رهبر د دغه هیواد د دفاعي صنعت د ساینس پوهانو د وروستیو لاسته راوړنو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم رهبر او د ایران د وسله والو ځواکونو مشر آیت الله العظمی سید علی خامنهای د یو ساعت لپاره د ١٤٠٣ اقتدار نندارتون څخه چې د ایران د دفاعی صنعت په برخه کې د ساینس پوهانو او کارپوهانو وروستۍ لاسته راوړنې او وړتیاوې پکې شاملې وې، لیدنه وکړه.
په دې نندارتون کې د هوايي دفاع د سیستم، بالستیک او کروز توغندیو، هوښیارو وسلو، فضایي، بې پیلوټه او فضايي الوتکو، سمندري جنګي بېړیو او انرژۍ په برخو کې پرمختللې وسایل او نوې تکنالوژي نندارې ته وړاندې شوې.
په دغه نندارتون کې د ایران د دفاعی صنعت ساینس پوهانو په مختلفو برخو کې ضروری توضیحات ورکړل.
د پیغام پای/
Your Comment