په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بېګدلي نن شنبه د سلواغه په ۲۰مه په کابل کې طلوع نیوز ته وویل: ایران هڅه کوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګاونډیتوب د پالیسي پر بنسټ اړیکې پراخې کړي.
بېګدلي زياته کړه: له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو پراختيا هم د هغه هېواد يو لومړيتوب دى او د ارقامو پر بنسټ، ايران په تېرو نهو مياشتو کې له افغانستان سره د څه دپاسه دوه ميلياردو ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت سرپرست څرګنده کړه: د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ګاونډیتوب په چوکاټ کې د ایران د اسلامی جمهوریت او افغانستان د تعلقاتو د ښه کېدو د هوډ سره سره، انشاءالله دغه کال د تعلقاتو د پراختیا او د متقابلو ګټو د لا زیاتې کامیابۍ کال وی.
بېګدلي د حقابې په اړه وویل: کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر په ترڅ کې افغان چارواکو د دغه تړون په رعایت ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې د سیستان او بلوچستان د اوبو ستونزه د اسلامي اړ ورورولي له نظره په ګډه حل کړي.
د ایران د سفارت سرپرست په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او قاچاق د بندولو د مسئلې ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ چې له افغانستان سره د نشه ایزو موادو له قاچاق او ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې ایران هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او څرګنده یې کړه: له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره مبارزه زمونږ د همکارۍ مهمه ساحه ده. اوس مهال زموږ دواړه هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران اسلامی جمهوریت یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په مختلفو برخو کې نږدې اړیکې لری او د دواړو هیوادونو ترمینځ په مختلفو برخو کې د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا اوس هم د زیاتیدو په حال کې ده.
د پیغام پای/