ستانکزی: افغانستان او ایران په تېرو څه باندې دوه کلونو کې پراخ اړیکې لري/ د دواړو هېوادونو ګټو پر سیاست باید اړیکې ټينګې شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، افغانستان او ایران په تېرو څه باندې دوه کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې پراخ اړیکې او تعامل لري او دا اړیکې باید پياوړې شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، چې نن (یکشنبې د سلواغې ۲۲ مه) یې کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د انقلابي بریا د ۴۵ مې کلیزې په لمانځ غونډه کې وینا کوله و ویل: د ایران د اسلامي انقلاب د بریا راز د دغه هېواد د میلیونو نارینه او ښځو د یووالي او اتفاق ثمره ده، زه د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د دغه ورځې مبارکي د ایران سفیر، دیپلوماتانو او د دوی له لارې د ایران دولت او شریف ملت ته وایم.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، څرنګه چې ښکاري په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ اړیکې په بېلا بېلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي او نورو برخو کې د پام وړ پراخه شوې دي.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې افغانستان او ایران د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب پر اساس باید د باور جوړونکې پر خوا خوځېدلی او دې پایلې ته رسېدلي، چې د دواړو هېوادونو ګټه د اصولو او ګټو پر اساس باید ولاړه وي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړه: د دواړو هېوادونو ګډ تاریخي، مذهبي، کلتوري او ژبني مخینه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا لامل شي، ځکه چې  د افغانستان د اسلامی بهرنیو چارو وزارت سرپرست متقي صیب د روان کال مرغومي په ۲ مه نېټه د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کانفرنس کې ګډون وکړ او د دغې غونډې په څنګ کې یې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره ګټورې او ارزښتمنې دوه اړخیزې کتنې وشوې، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې زياتوالى راغلى دى.

ښاغلي ستانکزي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: اقتصاد او سوداګري د دوه اړخیزو او اقتصادي تعاملاتو په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو له مهمو برخو څخه دي او د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ اقتصادي اړیکې تل د پراختیا په حال کې دي.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادی مرستیال سفر ته په اشارې سره وویل: د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال عبدالغنی برادر په مشرۍ ۳۰ کسیزه پلاوی د روان کال د مرغومي له ۱۳مې تر ۱۹مې نیټې پورې ایران ته سفر وکړ، چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې ګڼ تړون لاسلیک کړل، چې اوس د دغو تړونونو د عملي کولو هڅې روانې دي.
 

ښاغلي ستانکزي وویل: په عدلي او قضايي څانګه کې مو د ایران اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي قضايي پلاوي کوربه توب وکړ چې له امله یې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د زړه له کومې مننه کوم.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی دې ته په اشارې سره چې اسلامی امارت د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هېوادونو سره د ملګرتیاو پراختیا او پیاوړتیا غواړي او په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او امنیتي برخو کې د دغو تعلقاتو په دوام ټینګار وکړ.
 

د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د سرپرست دولت له جوړېدو سره د افغانستان او ايران اسلامي جمهوريت تر منځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شوې او د دواړو هېوادونو چارواکو په دې موده کې د همکاريو ډېر تړونونه لاسليک کړي دي. 

د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې د ایران اسلامی جمهوریت سره په ګډه د بهرنیو لاسونه له سیمې څخه لنډوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .