په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو پنجشنبه د سلواغه په ۴مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي یان اګلېند سره وکتل.
اګلېند په دې کتنه کې وويل هڅه کوي څو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د سرپناوو برابرولو برخه کې ونډه ولري.
مولوي عبدالکبیر له دغې شورا سره د همکارۍ د ډاډ تر څنګ له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو راستنیدو او داخلي بې ځایه شویو ته اشاره وکړه او ویې ویل:اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي، خو تر هغه چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا ده.
د ایرنا د راپور له مخې، په تیرو څلورو لسیزو کې د ختیځو او لویدیځو قدرتونو د اشغال له امله له لسو میلیونو زیات افغانان د ایران د اسلامی جمهوریت، پاکستان، عربو او لویدیځو هیوادونو ته مهاجر شول.
د پیغام پای/