کابل- ایرنا- د یمن انصارالله په اشغال شوي فلسطین د توغندي د برید په غبرګون کې اعلان وکړ چې دغه توغندی د صهیونیسټي رژیم د هوايي دفاعي سیسټم نه تېر شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د انصارالله د رسنیزې موسسې مرستیال مباشر یکشنبه د مرغومی په ۱۶ مه وویل: د غاصب رژیم له ادعا سره سره چې د یمن توغندی د اسرائیلو له هوایی حریم بهر مخه ونيول شو، دغه توغندی توانیدلی چې د اسرائیلو له ټولو هوایی دفاعی سیسټمونو تیر شی.

د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل څو ساعته مخکې تائید کړه چې یو توغندی له یمن څخه د اسرائیلو په لور توغول شوی دی.

د اسرائیلو داخلي جبهې هم دغه بریدونه تایید کړي او اعلان یې کړی چې د تل ابیب په لویه سیمه کې د خطر زنګ وهلی دی. صهیونیسټي رسنیو هم خبر ورکړی چې د اشغال شویو سیمو په مرکز کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

 د یمن پوځ له تیر کال راهسې په غزې تړانګې کې د فلسطینی ملت له مقاومت څخه په ملاتړ او د الاقصی د طوفانی عملیاتو په چوکاټ کې د صهیونیسټانو څو بیړۍ یا کښتي چې د صهیونیسټی رژیم د اشغال شوي سیمو په لور روانې وې په سور سمندر کې په نښه کړی دی او د لسګونو الوتکو او توغندیو ذریعه هم د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو حملې کړی دی.

 د یمن پوځ همداشان د اشغال شویو په سیمو په تیره بیا تل ابیب باندې د توغندیو او الوتکو څو کامیابه حملې کړی دی.

 د یمن د وسله والو ځواکونو ژمنه وکړه تر هغه وخته ددوی برید به دوام ومومي چی صهیونیسټي رژیم په غزې باندې خپل بریدونه ودروي، د دغه رژیم په کښتیو یا د اشغتال شویو سیمو په لور پر کښتیو بریدونه به په سور سمندر کې دوام ولري.

د پیغام پای/