AP ۱۴۰۳ مرغومی ۵ ۰:۳۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85699844
T T
۰ Persons

Tags

پر تل ابیب د یمني ځواکونو توغندیز بریدونه

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۵ ۰:۳۴
News ID: 85699844
پر تل ابیب د یمني ځواکونو توغندیز بریدونه

کابل- ایرنا- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ چې په تل ابیب کې یې پر یوه پوځي هدف د الټراسونک توغندي سره برید کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ستر جنرال یحیی سریع سه‌شنبه د مرغومی په ۴ مه اعلان وکړ چې د فلسطیني ملت او مجاهدینو له مظلومیت څخه د دفاع او په غزه کې زموږ د وروڼو پر خلاف د اسرائیلي دښمنانو د جنایتونو په ځواب کې، د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیو یونټ د خدای په نصرت سره د «فلسطین ٢» هایپرسونیک توغندی په وسیله د اشغال شوې یافا په سیمه (تل ابیب) کې یو پوځی هدف په نښه کړ او دغه توغندی د خدای په فضل سره خپل هدف په نښه کړ.

هغه زیاته کړه: په غزې تړانګه کې د دښمن د جنایتونو په دوام کې د یمن وسله وال ځواکونه به په توغندوی او بې پیلوټه الوتکو بريدونه کې د غزې په تړانګه او باختري کرانه کې له مجاهدینو سره په ملاتړ کې خپلې دیني، اخلاقي او انساني وظیفې ته دوام ورکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د یمن پوځ په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د ملت له مقاومت څخه د ملاتړ او د طوفان الاقصی په چوکاټ کې د صهیونیسټانو څو کښتیو چې د صهیونیسټ رژیم د اشغال شوي سیمو او د باب المندب او سور سمندر په تنګی کې تیرې شوې، په نښه کړل. د یمن پوځ دغه راز د اشغال شویو سیمو په تېره بیا تل ابیب باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو څو کامیاب بریدونه کړی دی.

 د یمن پوځ ژمنه کړې تر څو چې صهیونیسټ رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دوی بریدونه په صهیونیسټي کښتیو، یا هغه کښتیو چي د اشغالي سیمو په استقامت حرکت کوي، داوم ولري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .