کابل- ایرنا- د یمن د انصارالله اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ ځواکونو په تیرو لسو ورځو کې د اسرائیلو په خلاف ۱۳ ماتیدونکی عملیات ترسره کړی دی.

 د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې،  د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د یکشنبې په شپه په یوه راپور کې د دې عملیاتو جزیات اعلان کړل، چې زیاتره یې د اسرائیلو په مرکز تل ابیب کې ترسره شوي ده.

د سري په وینا، دا بریدونه د دسمبر له ١٩ (٢٩ لیندۍ) څخه تر شنبې (٨ مرغوم) په عمده توګه د هایپرسونیک بالستیک توغندیو په کارولو سره ترسره شوي.  د یمن انصار الله د شنبې په ورځ هم د اسرائیلو په جنوب کې د نقب په سیمه کې د نواتیم هوايي اډه د «فلسطین ٢» هایپرسونیک بالستیک توغندی په نښه کړه.

 د یمن د وسله والو ځواکونو په وینا، دا برید په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.  تر دې مخکې د جمعې په ورځ اعلان شوی و چې تل ابیب ته څېرمه د بن ګوریون هوايي ډګر د هایپرسونیک توغندي په وسیله په نښه شوی و.

 دا برید په تېرو څو ورځو کې پر صنعا او حدیده باندې د اسرائیلو د هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی.

 د یمن وسله والو ځواکونو ګواښ کړی چې په اسرائیلو کې به د خپلو اهدافو لړۍ پراخه کړي او د تل ابیب له خوا د هر ډول کړکېچ د زیاتېدو په وړاندې به په متقابل اقداماتو لاس پورې کړي.

 د پیغام پای/