د تل ابیب پر ضد عملیات د الټراسونک بالستیک توغندي په مرسته/ په ۱۱ دقیقو او ۳۰ ثانیو کې د دوه زره کیلومترو واټن وهلو سره

کابل- ایرنا- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د تل ابیب پر ضد د دغه هیواد د پوځ د بې ساري توغندوي عملیاتو جزئیات اعلان کړل.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» نن یکشنبه د وږی په ۲۵ مه نېټه په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د تل ابیب په خلاف د نن ورځې عملیات د یو نوی الټراسونک بالستیک توغندی په وسیله ترسره شوی، دغه توغندی خپل هدف ته رسېدلی او د دښمن د دفاعی سیسټمونه د هغه د مخنیوي او تعقیب کې پاتې راغلي.

هغه تاکید وکړ: دغه توغندی په ۱۱ دقیقو او ۳۰ ثانیو کښې ۲۴۰۰ کیلومتره واټن وواهه چې د صهیونیسټانو د وېرې سبب شو، څه دپاسه دوه میلیونه صهیونیسټان پناه ځایونو ته وتښتېدل او دا پېښه د دصهیونیسټ دښمن په تاریخ کښې لومړی ځل دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: دا عملیات د پنځم پړاو په چوکاټ کې د توغندیو د ټکنالوژۍ د پراخولو په برخه کې د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیو د څانګې د پراخو هڅو په نتیجه کې تر سره شول، څو له صهیونیسټي دښمن سره د جګړې له ننګونو سره مقابل شي او په ځمکه او سمندر کې د امریکا او اسراییلو ټول خنډونه او دفاعي سیسټمونه ګذر ګړي او خپل اهداف ترلاسه وکري.

سریع په دوام کی وویل: جغرافیایی خنډونه، د امریکا او انګلیس یرغلونه او جاسوسی نظامونه به د یمن د فلسطینی ملت د دفاع لپاره د خپل مذهبی، انسانی او اخلاقی وظیفې د ترسره کولو مخه به ونه نیسی. د «الاقصی طوفان» د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت، صهیونیسټ دښمن باید په راتلونکی کښې د لا زیاتو حملو او بې ساري عملیاتو تمه ولری.

د یکشنبې په سهار، خبري سرچینو خبر ورکړ چې تل ابیب ته نږدې یو توغندی لګیدلی او وروسته اور لګیدلی.

د دغو منابعو له مخې د تل ابیب په ختیځ او جنوب کښې د نیواک شویو سیمو په مرکز او څه باندې شل ښارګوټو کښې د خطر زنګونه وغږول شول او د صهیونیسټ رژیم د ۱۲ام چينل د دغه هیواد د اردو ویاند «دانیل هاگاری» له قوله خبر ورکړ یو ځمکنی راکټ د تل ابیب او قدس تر منځ د «لود» هوايي ډګر په سیمه کې تعقیب شوي دي.

 په همدې حال کې د یمن د دفاع وزیر د شنبې په شپه د امریکا او برتانیې ائتلاف ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې راتلونکې ورځې به د دښمنانو لپاره نه اټکل کیدونکې حیرانتیاوې وي.

 «محمد العاطفي» په یوه وینا کې، یرغلګر ائتلاف ته ښکاره خبرداری ورکړ او ویې ویل: د دښمنانو په وړاندې زموږ ځواب به په یوه داسې خوب بدل شي چې د هغوی امنیت به له خطر سره مخامخ کړي.

هغه زیاته کړه: موږ خپلو دښمنانو ته خبرداری ورکوو چې راتلونکې ورځې به داسې حیرانتیاوې راوړي چې دوی یې تمه نه لري.

 د یمن د دفاع وزیر زیاته کړه: مونږ به په اوسپنې سره ځواب ورکړو، نه به بخښو، نه به مو هیر کړو او په هغه ورځ به دښمن پښیمانه کړو چې دښمنانو په مونږ برید وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .