کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دغه هیواد د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې وویل: ایران د افغانستان حالاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت نوی سرپرست علیرضا بیګدلي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر سید عباس عراقچی سره په تهران کې وکتل.

 بیګدلي د خپل ماموریت د راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په برخه کې د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

 سید عباس عراقچي په دغه کتنه کې د ښه ګاونډیتوب د پالیسي په تعقیبولو کې د ډاکټر پزشکیان د حکومت جدي ارادې ته په اشارې سره، د دغه هیواد د ثبات او دایمی امنیت او پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره د دغه هیواد له خلکو سره د تهران په ملاتړ او مرستې ټینګار وکړ.

 د ایرنا د خبر له مخې،  د افغانستان د سرپرست حکومت له رامینځته کیدو څخه په څه باندې دریو کلونو کې د کابل او تهران اړیکې په مختلفو ابعادو کې پیاوړې او پراخې شوی دی.

د پیغام پای/