کابل- ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت ویاند له ازبکستان څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد د راتلونکي کال لپاره خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د سه شنبې په شپه (لیندۍ ۲۷) اعلان وکړ چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د واردولو تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه لاسلیک شوی دی.

میوندي زیاته کړه: دغه قرارداد د برشنا شرکت د اجراییوي رئیس عبدالباري عمر او د ازبکستان د بریښنا د ملي شرکت د مشرتابه ترمنځ لاسلیک شو. د برشنا پلاوی د دغه تړون د لاسلیک په موخه د دوشنبې په ورځ ازبکستان ته تللی و.

 د ایرنا په وینا، افغانستان په کال کې ۱۵۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري چې له دې جملې څخه ۷۲۰ میګاواټه یې د ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له هیوادونو واردیږي او پاتې نوره یې له کورنیو سرچینو څخه ورکول کیږي.

د پیغام پای/