کابل- ایرنا- په کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د ۲۷.۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په کابل کې د جاپان سفارت چارواکو سه‌شنبه د لیندۍ په ۲۷مه د دغې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي: په ډېرې خوښۍ سره اعلان کوو چې د جاپان حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي چې دواړه بشردوستانه اړتیاوې او اساسي بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندي لري.

خبرپاڼه زیاتوی: هیله لرو چې دغه مرسته د زیانمنو افغانانو په ژوند کې بدلون راولی. په خبرپاڼه کې راغلي چې موږ به دغه مرستې د همکارو همکارانو لکه د ملګرو ملتونو د دفترونو، نړیوالو بنسټونو او د جاپان د غیر دولتي موسسو له لارې مصرف کیږي.

د ایرنا د راپور له مخې، جاپان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۵۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د پیغام پای/