کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت له غزني څخه تر کندهاره د برېښنا د سب سټېشن په جوړولو کې د ایراني او افغان پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د تله ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د اطلس مهدي یار آسمان هشتم ایراني شرکت له رئيس محمد خوازي او د نذیراحمد لوژستیکي او تدارکاتي شرکت له رئیس محترم حاجي نذیر احمد او مل پلاوي سره وکتل.

د يادو شرکتونو رئيسانو له غزني څخه تر کندهار پورې د برېښنا د پنځو سب سټېشنونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په نوموړې پروژه کې د نوموړو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او مونږ په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو. 

نوموړي هغه د دغې پروژې د چارو د پيل په موخه د پروپوزلونو او قرار داد پر لاسلیک کېدو باندې ټینګار وکړ.

د پیغام پای/