کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن (سه شنبې د مرغومي ۱۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې نن ۲ زره او ۷۴۶ قراط تازه استخراج شوي زمرود د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې د هېواد په یوه سوداګر وپلورل شول.
د چارواکو په وینا، د پنجشېر ولایت د زمرودو د پلور نهم پړاو د دواطلبۍ په شکل وو.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د پنجشېر ولايت ٢١١٨ قيراط زمرود په ١٢٣٤٠٠ امريکايي ډالرو پلورل شوى و.
افغانستان ډېر ارزښتناک کانونه لري، چې یو له ارزښتناکو ډبرو څخه د پنجشیر ولایت د زمرد ډبره ده، چې نړۍ وال شهرت لري.
د پیغام پای/