د اسلامي شورا مجلس پر بې ساري شأن او مقام ټینګار/ استازي باید دغه دروند مقام وساتي

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: د نړۍ د مجلسونو په منځ کې د اسلامي شورا مجلس او د ایران د ملت د غوره شویو استازو مقام بې ساری دی او د همدغو امتیازونو له امله دی چې امام(رح) مجلس د ملت د فضائلو زبده باله.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر، نن چهارشنبه د غبرګولي په ۲۱مه د اسلامي شورا مجلس(د ایران پارلمان) له رئیس او استازو سره په کتنه کې، د نړۍ مقننه مجلسونه له حقوقي پلوه سره ورته وبلل خو ټینګار یې وکړ: د نړۍ د مجلسونو په اړه د قضاوت اصلي معیار، حقیقي وزن دی یعنی د مجلسونو موخې، د حرکت لوری او دریځونه چې له دې اړخه، په نړۍ کې د اسلامي شورا مجلس مقام او شأن بې ساری دی او البته د دغه دروند او شریف مقام دوام او بقا، ځینې الزامات او بایدونه او نبایدونه لري چې د مجلس استازي باید هغو ته ژمن واوسي.

د متقیانو او پاک لاسه انسانانو څخه جوړ پارلمان او د جنایتکارانو د ملاتړو افرادو څخه جوړ پارلمان ترمنځ توپیر

حضرت آیت الله خامنه اي د خپلو خبرو په پیل کې د غدیر نېکمرغه اختر د ټولې اسلامي نړۍ لپاره په رښتیا سره لوی او د اسلامي پوهې د پراخو مضامینو لرونکی وباله او دغه مبارکه ورځ او همداراز د امام هادي (ع) میلاد یې د ایران لوی او شریف ملت ته مبارکي وویله.

هغوی د نړۍ د مقننه مجلسونو حقوقي شأن یو له بل سره ورته او د قانون د عظیم شأن څخه راولاړ وباله او زیاته یې کړه: قانون د بشر د ټولنیز ژوند اساسي شرط دی او له عقلاني پلوه، هغه قوانین چې په ټولیز عقل او د یوه ملت د منتخبانو په لاس وضع کیږي، لوړ اعتبار او ارزښت لري.

د انقلاب معظم رهبر د نړۍ د مجلسونو حقیقي وزن د هغوی د حقوقي وزن پر خلاف، متفاوت وباله او وې ویل: "د هغه مجلس مقام او اعتبار چې "پر دین ولاړ او له متقیانو او پاک لاسه انسانانو څخه جوړ وي او هڅه یې پر عدالت او له کمزورو څخه پر ملاتړ او د زور ویونکو په وړاندې پر درېدو" ولاړه وي، له هغه مجلس سره چې "له بې پروا او نااهله کسانو څخه جوړ وي او کار یې له ظلم، تبعیض او طبقاتي واټن سره مرسته او د غزې د قاتلینو په څېر له جنایتکارانو څخه ملاتړ" وي، له ځمکې تر اسمانه توپیر لري.

د ایران پارلمان د نړۍ د پارلمانونو په منځ کې بې ساری دی

حضرت آیت الله خامنه اي ټینګار وکړ: په دې اساسي معیار او ملاک سره، د اسلامي شورا مجلس مقام او د ایران د ملت د غوره شویو استازو شأن د نړۍ د پارلمانونو په منځ کې ساری نه لري او د همدغو امتیازونو له امله دی چې امام (رح) پارلمان د ملت د فضائلو زبده باله.

هغوی د پارلمان د بېلابېلو دورو متفاوتو سیاسي کړنو او تمایلاتو ته په اشارې سره وویل: سره له دې، په مجموع کې د اسلامي شورا مجلس برجسته او ممتاز مقام د نړۍ له ټولو مجلسونو سره توپیر لري او درناوی یې د ټولو له دندو څخه دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر اسلامي شورا مجلس په بنسټیزه توګه، د عبادت ځای او "د تقوا پر بنسټ جوړ شوی مسجد" وباله او زیاته یې کړه: "د اسلامي شورا مجلس د شریف او پاک طبیعت په رڼا کې، هر فکر، کار، هڅه او قانون جوړونه په هغه کې یو ډول عبادت دی."

حضرت آیت الله خامنه اي همداراز په یوه مهمه نکته کې ټینګار وکړ: "دا شرافت او پاکوالی او بې ساري مقام البته پخپله بقا او دوام نه مومي؛ بلکې باید هغه د الزاماتو او بایدونو او نبایدونو په عملي کولو سره وساتل او اداره شي چې د دې خورا مهم امر مسئولیت د مجلس د استازو پر غاړه دی."

د استازو خبرې باید د عقلانیت ښکارندوی وي

حضرت آیت الله خامنه اي د پارلمان د حقیقي شأن د ساتنې د الزاماتو په اړه د یوې بلې نکتې په بیانولو سره، په دې ټینګار چې د استازو خبرې باید د عقلانیت او د انقلاب پر اصولو د پابندۍ ښکارندوی وي، وویل: د نړۍ په فلانۍ څنډه کې د نورو خوشالېدل یا نه خوشالېدل باید زموږ پر خبرو اغېز ونه کړي بلکې د استازو په خبرو کې باید پر اصولو او ارمانونو پابندي برجسته او د ملي عزم، اقتدار او ارادې نښه وي.

پای.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .