د مادلین بېړۍ د غړو تښتولو په اړه د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت بې شرمانه اعلامیه

کابل- ایرنا- په نړیوالو اوبو کې د بېړۍ تر تښتولو وروسته، د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: پر مادلین/آزادي بېړۍ سپاره سوله خوښي، فعالین به خپلو هېوادونو ته وشړل شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت په نړیوالو اوبو کې د بېړۍ تر تښتولو وروسته، نن دوشنبه د غبرګولي په ۱۹مه، په خپله ایکس پاڼه ولیکل: پر بېړۍ موجودې مرستې به د ریښتینو بشردوستانه چینلونو له لارې غزې ته ولېږدول شي.

د بشردوستانه ریښتینو چینلونو څخه د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت مطلب د غزې په سویل کې د ملګرو ملتونو د مرستو ویشلو امریکایي-اسراییلي مرکزونه دي، چې د نړیوالو رسنیو او ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په ۴ ورځو کې څه باندې ۱۵۰ لوږي او بې ځایه شوي ملکي وګړي، چې ښځې او کوچني ماشومان هم پکې شامل دي، د اسراییلي پوځ لخوا پر دوی د تګ پر مهال په ډزو او هوایي بمبارۍ کې شهیدان شوي او څه باندې ۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د صهیونیستي رژیم پوځ پر مادلین بېړۍ له برید او د فلسطین پلوو فعالینو له نیولو او تښتولو وروسته، مادلین بېړۍ د اشغالي فلسطین سیمو په اشدود بندر ته ولېږدوله.

د خبر پای.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .