AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱۸ ۱۶:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85854664
T T
۱ Persons

Tags

د ایران له لوري په نړیوال کار سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب کلک ملاتړ اعلان وکړ

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د کار په نړیوال سازمان (ILO) کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب څخه پرېکنده ملاتړ اعلان کړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د کار، تعاون او ټولنیزو چارو وزارت استازي، غلامحسین حسیني نیا، نن شنبه د غبرګولي په ۱۷مه، د کار د نړیوال کنفرانس (ILO) په ۱۱۳مه ناسته کې د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په اړه د ایران بیانیه ولوسته.


 

د دې بیانیې متن په لاندې ډول دی:

د ایران اسلامي جمهوریت دولت او ملت د فلسطین له خلکو، په ځانګړي توګه د غزې له اوسیدونکو سره خپله بشپړه او نه متزلزله خواخوږي څرګندوي، کوم چې لاهم د تصور وړ نه رنځ او مصیبتونه ګالي. دا رنځونه په ۲۰۲۵ کال کې د کار نړیوال کنفرانس په ۱۱۳مه ناسته کې د کار نړیوال سازمان (ILO) د مدیرکل په راپور کې چې د اشغال شویو عربي سیمو د کارګرانو وضعیت په اړه وړاندې شوی، په تفصیل سره مستند شوي دي.

د بیانیې په دوام راغلي: موږ د غزې له فاجعه‌بار بشري ناورین څخه ژوره اندېښنه لرو، چیرې چې د اسراییلو رژیم له خوا بې‌رحمانه جګړې او اوږدې محاصرې دا سیمه په کنډواله بدله کړې، کارځایونه یې ویجاړ کړي او د خلکو معیشت یې له منځه وړی دی.

یاد شوی راپور د دې ناورین ابعاد په ګوته کوي: له ۵۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، ۱۱۰ زره ټپیان شوي او ۱.۹ میلیونه کسان - یعنی د غزې ۹۰ سلنه نفوس - بې ځایه شوي، چې ډیری یې څو ځلې بی ځایه شوي . د ملکي زیربناوو، په شمول د روغتونونو، ښوونځیو او کرنیزو شتمنیو قصدي ویجاړول، خلک څو اړخیز فقر ته اړ کړي او ماشومانو د جګړې د وسلې په توګه د لوږې له غیر انساني کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بیانیه زیاتوي: دا اقدامات د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه ده او باید په قاطعیت وغندل شي. موږ د اسراییلو رژیم د فلسطین خلکو پر وړاندې جنګي جرمونه، په شمول پر روغتونونو، مرستندویانو او خبریالانو قصدي بریدونه په کلکه غندو. له ۲۸۰ ډېر د ملګرو ملتونو کارمندان، ۲۰۰ خبریالان او ۱۰۰۰ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي دي. دا اقدامات، د غزې د اقتصادي او ټولنیزو زیربناوو له سیستماتیک ویجاړولو سره د قومي پاکونې او نسل وژنې قصدي کمپاین ښيي چې نړیواله ټولنه باید دا ونه زغمي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی دی: د اشغال زیاتول او په لویدیځه غاړه کې د استوګنځایونو ګړندي پراختیا، د تګ راتګ په سختو محدودیتونو او د میشتو کسانو د تاوتریخوالي سره یوځای، د فلسطیني کارګرانو او د دوی د کورنیو رنځونه زیات کړي او دوی یې له کرامت او هیلو بې برخې کړي دي

په دوام راغلي: د ایران اسلامي جمهوریت د کار په نړیوال سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب څخه خپل قاطع ملاتړ اعلانوي. دا غړیتوب به فلسطیني کارګرانو او بنسټونو ته دا توان ورکړي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي، د مناسب کار ترویج وکړي او د خپل ویجاړ شوي اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

موږ د فلسطین د خلکو استقامت او د بیا رغونې لپاره د هغوی هوډ، لکه څنګه چې د ILO په راپور کې په ګوته شوي، ستاینوو او د دښمنیو سمدستي درولو، د محاصرې لرې کولو او د کار نړیوال سازمان (ILO) له خوا د وړاندیز شوي کارموندنې متمرکز بیارغونې پلان پلي کولو غوښتنه کوو. پدې کې په کلیدي سکتورونو کې د کارموندنې بیا رغونه، د خصوصي سکتور ملاتړ، د ښځو پیاوړتیا، د ټولنیزو ملاتړونو پراخول او د ماشومانو کار مخنیوی شامل دي.

همدارنګه ټینګار شوی چې د ایران اسلامي جمهوریت په قاطعیت سره د فلسطین او غزې له مظلومو خلکو سره ولاړ دی او ژمن دی چې تر هغه وخته به ورسره پاتې شي تر څو عدالت، سوله او عزت په بشپړ ډول د هغوی لپاره وکړه شي.

موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د فلسطین د بیا رغونې لپاره خپل ډله ایز مسؤلیت ادا کړي او د دوو دولتونو د حل لارې پر بنسټ، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په پریکړه لیکونو کې تایید شوې، یو تلپاتې سیاسي حل ولټوي ترڅو فلسطینیان وکولی شي په سوله، امنیت او سوکالۍ کې ژوند وکړي.

د تلپاتې سولې لاره د ټولنیز عدالت څخه تیریږي او ایران به د فلسطین د آرمان څخه په کلک تعهد سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

خبر پای.

Your Comment

You are replying to: .