AP ۱۴۰۳ کب ۳۰ ۲۱:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85783920
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان له زندانه يو امريکايي اسیر خوشې شو

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوه امریکايي اسیر د خوشي کېدو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د کب په ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت نن د یوه بشردوستانه اقدام په توګه يوتن امریکایي اسیر جورج ګلیزمن له بند څخه ازاد کړ.  

 خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د خبرو، تفاهم او دیپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل لپاره لارې چاري پیدا کېدلای شي او د یاد امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم د ښه نیت له مخې پورته شو چې دا ښيي ټولو لوریو سره، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو دی.

 په خبرپاڼه کې راغلي، داچي افغانستان کي جنګ ختم شوی د داعش په څیر فتنه ګري ډلي ځپل شویې او له افغانستان څخه هیچا ته خطر نه دی متوجه دا ښیې چي افغانستان د سیمي او نړۍ په ثبات کي مثبت رول لوبولای شي او هم له نړیوالو سره خپل مسایل په ښه ډول حل کولای شي.

 د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو او قطر له حکومتونو مننه کړې چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د مسئلې د هواري په برخه کې یې اغیزمن رول لوبولی دی.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .