په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن چهارشنبه د کب په ۲۹مه د سعودي عربستان له خوا د انصارالله د توغندیو مداخله او ویجاړول چې پر اسرائیلو ویشتل شوي، وغندل.
هغه په یمن باندې د اسرائیلو حملو ته په اشارې سره د اسلامی هیوادونو په چوپتیا نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د سعودی عربستان وار به راشی.
هغه د یمن د انصارالله د هلوځلو ستاینه وکړه او ویې ویل: د مسلمانو هیوادونو له جملې څخه د یمن ولس یوازینی ملت دی چې د معاصر فرعونیت په وړاندې په مستقیمه مبارزه کې ولاړ دی.
د پیغام پای/
Your Comment