د امر به معروف وزارت ویاند دسعودی عربستان له خوا د یمن د انصار الله د توغندیو د ویشتلو مخنیوی وغانده

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د سعودي عربستان له خوا د یمن د انصارالله توغندي د اسرایلو پر لور مداخله، وغندله.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن چهارشنبه د کب په ۲۹مه د سعودي عربستان له خوا د انصارالله د توغندیو مداخله او ویجاړول چې پر اسرائیلو ویشتل شوي، وغندل.

 هغه په ​​یمن باندې د اسرائیلو حملو ته په اشارې سره د اسلامی هیوادونو په چوپتیا نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د سعودی عربستان وار به راشی.

 هغه د یمن د انصارالله د هلوځلو ستاینه وکړه او ویې ویل: د مسلمانو هیوادونو له جملې څخه د یمن ولس یوازینی ملت دی چې د معاصر فرعونیت په وړاندې په مستقیمه مبارزه کې ولاړ دی.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .