په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، په پاکستان کې مېشتو يو شمېر افغانانو نن چهارشنبه د کب په ٢٢مه رسنیو ته وويل چې يو شمېر افغان اتباع چې غوښتل يې د تورخم بندر د تړل کېدو له امله د کويټې – چمن له لارې پاکستان ته ننوځي، د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
تر اوسه د افغانستان او پاکستان د سرپرست حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایرنا د خبر له مخې، د تورخم بندر له څه باندې شلو ورځو راهیسې د پاکستان له خوا تړل شوی دی. د دغه بندر تړل کېدو یو شمېر افغانان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشرانو ننني غونډه د دغه بندر د بیا پرانیستلو لپاره هم لغوه شوه.
د پیغام پای/
Your Comment