د عامې روغتیا وزیر د پروان ولایت د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د پاتې چارو د بشپړېدو ډاډ ورکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پروان ولایت د ۲۰۰ بستریز ولایتي او د په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون د پاتې چارو د بشپړیدو ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوی نورجلال جلالی نن تیره ورځ د پروان ولایت له والي محمد ادریس نوري سره په کابل کې وکتل.

 په دې کتنه کې د پروان ۲۰۰ بستریز ولایتي او سیاګرد غوربند ۵۰ بستریز روغتونونو د پاتې چارو بیاځلې پیل اړوند خبرې ترسره شوې.

 نوري په یاد ولایت کې د ناروغانو ستونزو ته رسېدنې په موخه د ولایتي او سیاګرد غوربند روغتونونو د پاتې چارو بشپړېدل اړین وباله او د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پروان والي ته ډاډ ورکړ چې د دغو روغتونونو پاتې چارې به بشپړې شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، دغه روغتونونو د جوړېدو ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي او پاتې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .