د افغانستان د جنرالانو د اتحادیې مشر: امریکا دې د افغانستان د ویجاړۍ تاوان ورکړي

کابل – ایرنا- د افغانستان د جنرالانو د اتحادیې مشر وايي، امریکا باید د دغه هېواد د ویجاړۍ د جبرانولو لپاره په افغانستان کې د پاتې شویو تجهیزاتو دوه برابره پیسې ورکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د جنرالانو او افسرانو د اتحاديې مشر دګر جنرال شعورګل پښتون چې نن يکشنبه د کب په ١٩مه يې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل: ټرمپ او امريکايان ادعا کوي چې وسلې زموږ دي، خو په ميليونونو وسلې يې ورانې کړې، دوه ميليونه کسان يې شهيدان کړل او زموږ کلي او کورونه يې وران کړل.

 هغه زیاته کړه: امریکا باید افغانانو ته د هغې ویجاړۍ دوه چنده تاوان ورکړي چې په افغانستان کې یې کړي دي. نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له هېواده بهر مېشتو جنرالانو او افسرانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.

 د پښتون په خبره، تر اوسه ۳۰۰ افغان جنرالان او افسران له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت جګپوړو چارواکو له امریکې څخه د دغه هیواد د ورانولو لپاره د تاوان غوښتنه کړې وه.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .