په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د امر به معروف او نهی عن المنکر وياند سيف الاسلام خيبر د کب په ١٨مه، په يوه غږيز پيغام کې وويل، چې په افغانستان کې له ٢٠ کلونو راهيسې د لوېديځ له خوا د ښځو له حقونو څخه په سياسي توګه کار اخيستل کیده.
هغه زیاته کړه: دا بهیر اوس هم د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له خوا دوام لري او د ښځو د حقونو تر نامه لاندې نورې موخې تعقیبوي.
د خيبر په وينا، د ښځو د حقونو تر نامه لاندې بېلابېلې ډلې هڅه کوي، چې په افغانستان کې بهرني کلتور او تمدن خپور کړي.
د ایرنا په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم پرون د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د حقونو په اړه وویل چې د ښځو د عفت، کرامت او شرعي حقوقو ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه چې اوس افغان ښځې له فزیکي او ذهني پلوه په بشپړ مصونیت کې ژوند کوي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment