AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۷ ۲۰:۲۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85673253
T T
۰ Persons

Tags

د امریکا لخوا د افغانستان د شل کلن اشغال په اړه یو څیړنیز سیمینار جوړیږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امریکا لخوا د افغانستان د شل کلن اشغال په اړه د یوه څیړنیز سیمینار د جوړولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ نن د لیندۍ په ٧مه افغانستان کې شل کلن اشغال ته د کتنې سمینار د ژر جوړېدو، د مقالو په څرنګوالي او لازمو لارو چارو د سمینار د غړو په شتون کې ناسته ترسره شوه.

د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د تاریخ پر سپینو پاڼو د افغانستان د خلکو د جهاد او سپېڅلې مبارزې لیکل اړین وبلل او زیاته یې کړه؛ د دا ډول سمینارونو له لارې غواړي یاد جهادي ارزښتونه خوندي کړي.

 عزيزي زياته کړه: په یاد سمینار کې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د سرښندنو، حماسو، د بېلابېلو اقشارو د قربانیو او مېړانو پېښې او خاطرې به د یوه مستند کتاب په شکل کې مصؤن او محفوظ کړي.

په ناسته کې د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني هم خبرې وکړې او دغه علمي سمینار یې له دې امله مهم وباله، چې د جهادي ارزښتونو د نوي رامنځته شوي ریاست دنده د تېرشل کلن اشغال د وحشتونو او د افغانانو د مېړانو راټولول دي.

 هغه زیاته کړه: د دې سمینار مقالې او علمي مواد به د دوی د کارونو په پرمختګ او د معلوماتو په غني کولو کې موثر رول ادا کړي. وروسته د سمینار غړو په خپل نوبت د مقالو په جالبیت او د لیکوالانو د انتخاب په برخه کې خپل نظرونه او مشورې وړاندې کړې.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیره اونۍ د امریکې د شل کلن اشغال په خلاف د خلقو د جهاد ارزښتونو د ساتنې ریاست تاسیس کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .