AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۹ ۲۲:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85754234
T T
۰ Persons

Tags

د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د جي ٧ هیوادونو ادعاوې رد شوې

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په بشپړه توګه د تهران په خلاف د جی ۷ هيوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ ادعاګانې په بشپړه توګه رد وکړ او دا د هیواد په خلاف یې لګول شوی تورونه بې اساسه او غیر مسوولانه وبلل.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د سلواغه د ۲۸مې نیټې په ​​سیمه کې د بې ثباتۍ په رامینځته کولو کې د ایران تورنول مسخره وبلله او په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم د وسلو، مالی او سیاسی مرستو او د سیمې د نورو هیوادونو د پوځی او سیاسی مداخلو په زمینه کې د جي ٧ غړیو هیوادونو په تیره بیا امریکا، کاناډا او دریو اروپایی هیوادونو اجرااتو ته په اشارې وویل: د لویدیځې اسیا سیمې ته د ثبات او امنیت راتګ د سیمې په چارو کې د دغو هیوادونو د لاسوهنې د سیاستونو د بندولو ضرورت دی.

 د ایران د خارجه وزارت ویندوی د هرډول ګواښونو او تیریو په مقابل کې د ایران د خلکو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت د دفاع لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت مشروع حق او قانونی مسوولیت وباله او د اسلامی جمهوریت د دفاعی توان د نړیوالو قوانینو او معیارونو په چوکاټ کې وبلل. هغه وویل د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعی توان د هیواد د ملی امنیت د تامینولو سربیره د لویدیځې اسیا د سیمې له سولې او امنیت سره هم سمون لری.

 بقایي همدارنګ د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو د نوعیت او د ایران د غنی کولو د پروګرام په اړه هر ډول شکونه بې اساسه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ایران سوله ایز ایټمی فعالیتونه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د دغه هیواد د تخنیکی او صنعتی ضرورتونو او د اټمی وسلو د نه پراختیا د تړون او د امنیت د ساتنې د موافقې په چوکاټ کې طرحه شوی دی.

 دایران د خارجه وزارت ویندوی له اټومی وسلو څخه د پاک مینځنی ختیځ د رامینځته کولو په لاره کې یواځینی خنډ صهیونیسټ اشغالګر رژیم وباله او ویې ویل: د جي ٧ هیوادونو په هراړخیز ملاتړ سره یې په غزه کې د نسل وژنې او د سیمې د هیوادونو په خلاف د تیریو په وخت کې د ډله ایزې تباهۍ د وسلو جوړولو ته دوام ورکړی او نړیواله سوله او امنیت یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .