د ایرنا د خبریال په وینا، په ملګرو ملتو کې د ايران سفير امير سعيد ايرواني د سلواغه په ٢٣مه نېټه د امنيت شورا مشر او د ملګرو ملتو سرمنشي ته په خپل يو ليک کې زياته کړه چې دا بې بنسټه او پارونکي څرګندونې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور په ځانګړې توګه د ٢(۴) مادې څخه ښکاره سرغړونه ده، کوم چې د خپلواکو دولتونو په وړاندې د ګواښ یا د ځواک کارول په څرګند ډول منع کوي.
ایرواني زیاته کړه: دا ډول پارونکي عمل د «اعظمي فشار» د پالیسۍ له لارې هم شدت موندلی او پراخ ابعاد یې ترلاسه کړي دي چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د میاشتې په ۴ نیټه د «ملي امنیت د جمهوري ریاست په یادداشت» کې تشریح شوي دي. په دغه پالیسي کې د یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونو لګول او د ایران خلاف د دښمنۍ زیاتول شامل دي او په ښکاره توګه د نړیوالو قوانینو له اساساتو او نورمونو څخه سرغړونه ده.
امنیت شورا او د ملګرو ملتو سرمنشي ته د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د لیک بشپړ متن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
جلالتمآب،
زما د حکومت له لارښوونو سره سم، اوسنۍ لیکنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د توجه د جلبولو په موخه د امریکا د جمهور رئیس د ژورو مغرضو او غیر مسوولانه څرګندونو په خاطر رالېږل کېږي.
هغه په عامه توګه د ایران اسلامي جمهوریت د زور په کارولو سره ګواښلی دی. د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، د آمریکا ولسمشر څرګنده کړې: «زه ترجیح ورکوم چې له ایران سره د غیر اټومي مسلو په اړه موافقې ته ورسیږم، د دې په پرتله چې بمباري وکړي. دوی نه غواړي مړه شي؛ هیڅوک نه غواړي چې مړ شي.» همدارنګه، د دوشنبې په ورځ، د فبروري په ١٠مه، ٢٠٢٥ کې د فاکس نیوز سره په مرکه کې، هغه یو ځل بیا ورته جنګیالي غږ تکرار کړ او اعلان یې وکړ: «زه غوره ګڼم چې پرته له بمبارۍ یوې موافقې ته ورسیږم.» هغه بیا زیاته کړه: «د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د تهران د مخنیوي لپاره دوه لارې شتون لري: بمباري یا د کاغذ لاسلیک شوې ټوټه.»
دا بې بنسټه او پارونکي څرګندونې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور په ځانګړې توګه د ٢ (۴) مادې څخه ښکاره سرغړونه ده، کوم چې د خپلواکو دولتونو په وړاندې د ګواښ یا د ځواک کارول په څرګند ډول منع کوي.
دا ډول پارونکي عمل د «اعظمي فشار» د پالیسۍ له لارې هم شدت موندلی او پراخ ابعاد یې ترلاسه کړي دي چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د میاشتې په ۴ نیټه د «ملي امنیت د جمهوري ریاست په یادداشت» کې تشریح شوي دي.
په دغه پالیسي کې د یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونو لګول او د ایران خلاف د دښمنۍ زیاتول شامل دي او په ښکاره توګه د نړیوالو قوانینو له اساساتو او نورمونو څخه سرغړونه ده.
د ایران اسلامي جمهوریت دغه بې پروا ګواښ په کلکه ردوي او غندي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د زور کارولو د ګواښ په اړه د دا ډول ښکاره بیانیو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي. د نظامي برید د ګواښ نورمال کول به یو خطرناک سابقه وټاکي چې باید په کلکه وغندل شي.
د ایران اسلامی جمهوریت خبرداری ورکړ چې هر ډول تیری به سختې پایلې ولری چې د هغې ټول مسوولیت به د امریکا پر غاړه وی.
ایران د ملګرو ملتونو د یوه مسؤل غړي په توګه چې د سولې، امنیت او نړیوالې همکارۍ د ساتلو لپاره ژمن دی، د هر ډول دښمنانه اقدام په وړاندې به د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو څخه په کلکه دفاع وکړي.
دا به ډیره د مننه وړ وي که چیرې دا لیک د امنیت شورا د سند په توګه ثبت او توزیع شي.
د پیغام پای/
Your Comment