په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبه په ورځ د مرغومی په ٢٢مه وویل: له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
هغه زیاته کړه: له امریکا سره وخت په وخت د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې شوي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. څو کاله کېږي چې امریکا زموږ څو افغانان بې ګناه بندیان کړي او اسلامي امارت یې د هغوی د خلاصون لپاره هڅې کوي.
د ایرنا د راپور له مخې، نیول شوي امریکايي اتباع جورج ګلیزمن، رایان کوربټ او محمود حبیبي د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا په بند محکوم شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment