په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ د مرغومی په ٢٠مه، وویل چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري او مل پلاوو ترمنځ د یو لړ اقتصادي چارو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناست کې عبدالله بن طوق المري د متحده عربي اماراتو اوسنی اقتصادي وضعیت تشریح کړ او د افغانستان -اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خپله ژوره لیوالتیا څرګنده کړه.
متقي هم په خپل وار سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په دې کتنه کې د معادنو استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، دزراعتي محصولاتو لپاره د بازار مندني، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د ترانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرانو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کول او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په باب هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د یادو مواردو د تطبیق لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي ترڅو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي او دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی دوه ورځې مخکې د مولوی امیرخان متقي په مشرۍ متحده عربی اماراتو ته لاړ.
د پیغام پای/
Your Comment