مولوي عبدالکبیر د مهاجرینو د چارو د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو

کابل ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت رهبر د لومړي وزیر پخوانی سیاسي مرستیال د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر په توګه وټاکه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه د مرغومی ۲۰مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د رئیس الوزراء مخکنی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د ایرنا د راپور له مخې، خلیل الرحمن حقاني شاوخوا یوه میاشت مخکې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر په توګه کار کاوه.

د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت پخوانی رئیس خلیل الرحمن حقاني یوه میاشت وړاندې په کابل کې د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .