AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷ ۱۱:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85711408
T T
۰ Persons

Tags

د ایران د پارلمان مشر: د شهید سلیماني لاره به د قدس شریف تر آزادولو پورې روانه وي

کابل- ایرنا- داسلامی شورا مشر څرګنده کړه چې شهید سلیمانی د خپل ژوند څه دپاسه څلور لسیزې له تیریګر سره په مبارزه کې تیرې کړې او وویل: ددغه ستر شهید لاره به د قدس شریف تر آزادولو او د صهیونیسټي رژیم د شر د له منځه وړلو پورې دوام ولری.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی پارلمان مشر محمد باقر قالیباف یکشنبه د مرغومی د میاشتې په ١٦مه نیټه د دغه هیواد د پارلمان په عمومي غونډه کې وویل: د رجب د میاشتې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د ایران استازیو او قدرمن ملت ته مبارکی وایم او امید لرو په دې مبارکه میاشت کې زموږ لپاره د خیر او بریالیتوب دعا وکړئ.

 د ایران د اسلامي جمهوریت د قدس ځواک د پخواني قومندان مارشال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې د نمانځلو په مناسبت د اسلامي پارلمان مشر وویل: د ایران د قدرمن ملت په ځانګړې توګه د کرمان ولایت له شریفو او شهید پرور خلک څخه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې سمبول او اتل او د مقاومت بیرغ دار مارشال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت د هغه مزار په سر لاریون وکړل، مننه کوم.

 هغه زیاته کړه: هغه شهید چې د خپل مبارک ژوند څلور لسیزې یې په زړورتیا، اخلاص او میړانې سره د دښمن او تروریستي ډلو پر وړاندې په میړانه تیرې کړې او په هر ځای کې یې عزتمند حضور د سولې او ډاډګیرنې سرچینه وه او د ماشومانو او ښځې له ګواښونو یې وژغورله.

 قالیباف زیاته کړه: د شهید سلیمانی لاره به د قدس شریف تر آزادولو او د صهیونیسټی رژیم د شر تر ختمولو پورې دوام ولری.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .