AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۵ ۲۳:۲۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85710375
T T
۰ Persons

Tags

د لیندۍ په میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ١.٣ سلنه زیاتوالی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د لیندۍ په میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۳ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو نن شنبه د مرغومی په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له‌مخې یې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱٫۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 خبرځاى زياته کړه: دا زیاتوالی ۲۶٫۰ سلنه د سبزۍ او ۲٫۷سلنه د بورې او شیرینۍ په بیو کې دی.

له بلې خوا د غیرخوراکي توکو په بیو کې ۲٫۰سلنه زیاتوالی ښکاري چې ۶٫۲ سلنه یې د جامو شاخص، ۵٫۰ سلنه د کور سامان شاخص او ۵٫۴ سلنه د معالجې او تداوۍ شاخص په بیو کې راغلی دی.

همدا راز، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱٫۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د پړسوب دا زیاتوالی د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو زیاتوالي له امله دی. د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۰٫۸ سلنه ټيتوالي ښکاري.

 د دې ادارې له مخي، د لیندۍ میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۶۹٫۳ افغانۍ او لړم میاشت کې ۶۷٫۸ افغانۍ و چې د لړم میاشتې په پرتله یې ارزښت ۲٫۲ سلنه کم شوی. که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، ښکاري چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰٫۷ سلنه زیات شوی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .