اوسنی وضعیت د دې غوښتنه کوي، چې د کابل او اسلام اباد ګډې هڅې دې ګړندۍ شي، ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل: اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سه‌شنبه د مرغومی په ۴ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کابل کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.

صادق د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف، د هغه معاون او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوري د خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

ده وويل: موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.

 سراج الدین حقاني وویل: اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي. دواړو لورو د اړیکو د ښه کولو لپاره د همکارۍ او تفاهم پر دوام ټینګار وکړ.

 ایرنا خبری اژانس وایی، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د یوه پاکستانی پلاوی په مشرۍ پرون کابل ته ورسید.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .