د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامی انقلاب ستر رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنهای نن یکشنبه د صدیقه کبری (س) د زوکړې د مبارکې کلیزې په مناسبت د زرګونو قاریانو او اهل بیت (ع) شاعرانو په غونډه کې، حضرت فاطمه زهرا(س) د حق په لاره کې د ولاړیدو، زړورتیا، ریښتینولۍ، منطق او استدلال، لپاره د ټول بشریت غوره نمونه وبلله او په ټولنه کې د وېرې، نفاق او مایوسۍ د رامنځته کولو لپاره د دښمنانو هڅو ته په اشارې سره، وویل: د شیطان د پیروانو ځانګړنه مبالغه کول او دروغ ویل دي او د حل لاره یې د حقایقو بیانول او د منلو وړ منطق وړاندې کول دي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د حماس او حزب الله د له مینځه وړلو لپاره د صهیونیسټ رژیم هیڅ هدف نه دی ترلاسه شوی، وویل: د سیمې باعزته ولسونه به د خدای په فضل سره دغه غاصب رژیم له منځه یوسی او ښه سبا به سیمه ته رامینځته کړی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سوريې مسئلې په شمول د سيمه ايزو مسائلو په باره کې ځينې ټکي څرګند کړل او وې فرمايل: د بهرنيو حکومتونو په مرستې، طرحې او پلان سره يوه مغرضه ډله وتوانېده چې د سوريې له داخلي کمزوريو څخه ګټه واخلي او دغه هېواد په ګډوډۍ کېنوي.
هغه څه موده مخکې د سیمې د هېوادونو لپاره د امریکا د دوه ګوني پلان په اړه د هغه خبرو ته په اشارې سره، چې «د یو مستبد فردي حکومت رامنځته کول چي مافوق سره سازش کوي» او که دا ممکنه نه وي، «په هغه هېواد کې ګډوډي او اغتشاش رامنځته کول» ته په اشارې سره زیاته کړه: په سوريه کې د هغوي پلان د ګډوډۍ او اغتشاش سبب شو او اوس امريکا، صهيونيسټ رژيم او د هغوي ملګري د بري په احساس سره د شيطان د ملګرو په شان بې بنياده خبرې شروع کړې دي.
آیت الله خامنه ای د یوه امریکایی چارواکی خبرې چې په پټه موضوع سره یې «د هر هغه چا سره مرسته او ملاتړ کول چې ایران ګډوډوی» د دښمنانو مبالغه وبلله او زیاته یې کړه: داسې ښکاری چې احمقانو د کباب بوی اوریدلی دی خو د ایران خلک هغه څوک دي چې د امریکا اجیر پوځیان دي، به تر خپلو پښو لاندې کړي.
هغه د سیمې د حالاتو په باره کې د یو بل ټکي په بیانولو کې د صهیونیسټي عناصرو د بري او غرور ته په اشارې سره وویل: بدبختانو، چیرته مو بریا ترلاسه کړه؟ ایا دا بریا ده چې څلویښت زره ښځې او ماشومان مو په بمونو ووژل؟ خو د جګړې په پیل کې مو خپل اعلان شوی هدف ته هم ونه رسیدل؟ آیا تا حماس تباه کړ او په غزه کې مو بندیان ازاد کړل؟ آیا د سید حسن نصرالله په شان د ستر شخصیت له شهادت سره سره تاسي کولای شي حزب الله له منځه یوسي؟
د انقلاب معظم رهبر په سیمه کې د حزب الله، حماس او جهاد اسلامی په شمول مقاومتونه ژوندی او سرلوړی وبلل او صهیونیسټانو ته یې وویل: له دې امله تاسو فتحه نه، بلکې ماتې خوړلی یې.
هغه د سوریې په خاوره کې د صهیونیسټانو پرمختګ او د هغو د سیمو اشغال د هغوی په وړاندې د حتی د یوه عسکر د مقاومت د نه شتون نتیجه وبلله او ویې ویل: دغه بې نتیجې حرکت د بریالیتوب نه دی. د سوریې زړور او غیور ځوانان به تاسو له هغه ځایه وباسي.
په سیمه کې د حالاتو په اړه د آیت الله خامنهای دریم ټکی په سیمه کې د نیابتي ځواکونو د ماتې په ادعا سره د ایران پر وړاندې د رواني او تبلیغاتي جګړې په اړه وو.
هغه په دې باندې په تاکید سره چې اسلامی جمهوریت هیڅ نیابتی ځواک نه لری وویل: یمن، حزب الله، حماس او جهاد اسلامی د ایمان لرلو له امله جنګیږی او د ایمان قوت او عقیده د مقاومت ډګر ته راوتلی دی، نه دا چې د د زموږ له لوري کوم نیابت ولري
د انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکید سره چې اسلامی جمهوریت غواړی یوه ورځ عملی اقدام وکړی نو نیابتی ځواک ته ضرورت نه لری، زیاته کړه: په یمن، عراق، لبنان، فلسطین او ان شاء الله په نږدې راتلونکی کې په سوریه کې هم ایماندار او باعزته خلک د صهیونیسټ رژیم د ظلم او جنايت په وړاندې جنګيږي. اسلامي جمهوريت هم جنګيږي او انشاالله مونږ به دغه رژيم له سيمې وشړو.
هغه دا خبرې سیاسي بیان نه بلکې ثابت او تجربه لرونکي حقایق وبلل او د لبنان د ٦٠ لسیزې له ناکراریو او کورنیو جګړو څخه یې د حزب الله د ځواکمنې او باعزته ډلې راڅرګندیدو ته په اشارې سره، وویل: د دغو ګواښونو له زړه څخه ناامنۍ، د لبنان د حزب الله په شان یو ښه فرصت او بریالیتوب ښکاره شول او پیښو لکه د سید عباس موسوي په څیر د مشرانو شهادت نه یوازې حزبالله کمزوری نه کړ، بلکې پیاوړی یې کړ او د مقاومت نن او سبا یې هم به داسې وي.
حضرت آیت الله العظمی خامنهای د وېرې، تفرقې او ناامیدۍ، د اسلامي-ایراني درې اړخیزه دښمني مثلث وبلل او ویې ویل: د شیطان اصلی کار د وېرې او هراس رامنځته کول دي او د ادب، شعر او فکر خاوندان باید په خوندور منطق سره خلکو ته «زړور، شعور او ودرېدل» پیغام ورکړي.
د پیغام پای/
Your Comment