AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲ ۲۰:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85697594
T T
۰ Persons

Tags

د ۴۰ مسافر وړونکو موټرو فعالیت وځنډول شو

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲ ۲۰:۴۶
News ID: 85697594
د ۴۰ مسافر وړونکو موټرو فعالیت وځنډول شو

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ۴۰ مسافر وړونکو موټرو فعالیت د ځنډولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ٤٠ مسافر وړونکو موټرو د فعالیت مخه نیول شوې ده.

 خبرځاى زياته کړه: دغه موټر د تخنيکي ستونزو له امله درول شوي دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت دغه اقدام په داسې حال کې وکړ چې، تیره اونۍ د غزني ولایت د کابل-کندهار په لویه لاره د دوو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو موټرو د دوو ګازو د ټانکرونو د ټکر له امله ۵۲ تنه ووژل شول او ۸۰ تنه نور ژوبل شول.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .